
ایکنا نیوز د عاجل له قوله راپور راکړی، د مسجدالحرام او مسجدالنبي (ص) د چارو رياست د ریاض د ۲۰۲۵ د کتاب په نړیوال نندارتون کې خپل ګډون په ډیجیټل فضا کې په ځانګړي سټال سره پای ته ورساوه چې پکې یې خپل مشهور ټیکنالوژيکي نوښتونه او ما ډرن پلیټ فارمونه ښکاره کړل چې د قرآن کریم خدمت او د حرمین شریفین زائرینو لپاره ځانګړي شوي وو.
د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزارت له راپور سره سم ، له دې سټال څخه زیات له ۲۰ زره ګډون کوونکو لیدنه کړې ده او هغه یوې ډول ډیجیټل محتوا او د نندارتون په دې برخې کې وړاندې شوي پرمختللي ټیکنالوژيکي پروګرامونه ستائلي چې د قرآن کریم خدمت او د هغه د نړیوال پیغام خپرولو لپاره ښودل شوي وو.
د حرمین شریفین د چارو رياست هم له د غه سټال څخه له قرآن کریم لس زره نسخې او ډول ډول نشریات وویشل. دې غرفې هم څو ډیجیټل پلیټ فارمونه، په تیره بیا «الفاتحه» تعاملي پلیټ فارم وړاندې کړ چې کاروونکو ته د د مصنوعي ذهانت د ټیکنالوژۍ په مرستې سره د الفاتحه سورې او د هغې د سم قرائت د زده کولو امکان ورکوي. دا پلیټ فارم اسانه کاروونکي انټرفیس او څو ژبې ریپورټونه شپه او ورځ او په اونۍ کې ۷ ورځې وړاندې کوي.
د حرمین شریفین ډیجیټل قرآن تلاوت مرکز هم په دې برخې کې خپل ځانګړی پلیټ فارم د قرآن کریم د زده کړې لپاره ښکاره کړی چې علمي رودې سره ماډرن ټیکنالوژي ترکیب کوي. دا مرکز، د عملي څارنې لپاره د یوې پرمختللي سیسټم سره، د تلاوت، لهجې او حفظ امکان د یوې ټاکل شوې ډلې له لارې د قرآن د ښوونکو په څارنې سره چمتو کوي.
د حرمین شریفین ډیجیټل سټال هم «قاصد» په نامې سره پورتال د حرمین شریفین توليت د ډول ډول علمي نشریاتو سره ښکاره کړه چې د مسجدالحرام او مسجدالنبي نړیوال پیغام څرګندوي چې د پوهې، ایمان خپرولو او د الله تعالی کور د میلمنو ګډون کوونکو خدمت لپاره دی.

د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزارت اعلان وکړ چې د حرمین شریفین د توليت ګډون د ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې د دې ادارې د قرآن کریم نړیوال پیغام ښکاره کولو او په لویو کلتوري ټولګیو کې د خپلو ټیکنالوژيکي او علمي نوښتونو فعال کولو په چوکاټ کې دی چې د لارښوونې او اعتدال ارزښتونو په خپرولو کې مرسته کوي او د الله تعالی د کور او د رسول الله (ص) د مسجد د زیارتوالو دمت کوي.
د ریاض د ۲۰۲۵ کتاب نړیوال نندارتون د اکتوبر له ۲ څخه د «ریاض لوستل کوي» په شعار سره په سعودي عربستان کې په امیره نوره بنت عبدالرحمن پوهنتون کې پیل شو او د اکتوبرتر ۱۱ نیټې پورې ئې دوام وکړ.
د ریاض د ۲۰۲۵ د کتاب نړیوال نندارتون د «ریاض لوستل کوي» په عنوان سره ،وروسته له ۱۰ ورځو کلتوري او فکري فعالیتونو ، په شاهزاده نوره بنت عبدالرحمن پوهنتون کې خپل کار پای ته ورساوه. دا پېښه د ۲۵ هېوادونو له ۲۰۰۰ زیاتو ناشرینو په ګډون، خپل ځای د سعودي تر ټولو لویې کلتوري پېښې او په عربي نړۍ کې د ا د کتاب په نندارتونونو کې له هغو یو تر ټولو مهم نندارتون په توګه ثبت شو .
https://iqna.ir/fa/news/4310637